امنیت

په قندهار کې د درېيو خطرناکو ډار اچوونکو شبکو دړې وړې کېدل

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه :
د وسله والو ډار اچوونکو درې شبکې په قندهار ولايت کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې دړې وړې شوې. 
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه شبکې له زياتې مودې را پدېخوا د قندهار ولايت په ځينو سيموکې په پوځي، ملکي او عامه تاسيساتو له هغې جملې څخه په ښوونځيو او  کلينيکونو په بريدونو، د قومي مشرانو او سيمه ييزو مسوولينو په ترور، په ګڼ ميشتو لارو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو او د زکات په نامه په جبري توګه له کليوالي خلکو څخه د پيسو په راټولولو کې لاس درلود .  
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د يوې اوونۍ په بهيرکې د دغې ډار اچوونکې ډلې ٣٠ تنه غړي د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په بهيرکې د قندهار ښار له مربوطاتو څخه نيول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي: د دغې ډار اچوونکې شبکې غړو نيت درلود په قندهار ښارکې په ملکي، پوځي او عامه تاسيساتو يولړ بريدونه ترسره کړي او د څو تنو سيمه ييزو او قومي مشرانو په ترور لاس پورې کړي.
نيول شوي ډار اچوونکي په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې دوسله والو طالبانو په ډله کې په غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي يي دي چې له زياتې مودې را پدېخوا يې په قندهار ښارکې په مرګانيو بريدونو لاس پورې کړى دى.
دوى ويلي دي چې په پاکستان کې د يوې کړۍ له خوا په قندهار ولايت کې يې ډار اچوونکي بريدونه ترسره کول. 
خبرپاڼه زياتوي: له دغو افرادو څخه يوشمېر جنګي وسايل او د وسله والو طالبانو په ډله کې د غړيتوب ځينې اسناد هم ترلاسه کړي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته