امنیت

په سرپل کې ددريو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
درې وسله وال طالبان نن دسرپل  په ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې  ووژل شول .
طالبانو دسوزمه قلعه ولسوالۍ دخانقاه ازبکيه  ، کته قلعه ، قزاق  او ملک  دکليو دسيمه ئيزو پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
په پايله کې  يې درې وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال نور حبيب ګلبهاري دباختراژانس خبريال ته وويل په دې نښته کې ديو سيمه ئيز پوليس داستوګنې په کور ديو لاسي بم په غورځولو سره ددغې کورنۍ له غړو څخه دوه ښځې او دوه ماشومان ټپيان شول .
  خبرځاى زياته کړه، په دې نښته کې يو سيمه ئيز پوليس شهيد او يوقومي مشر ټپي شو .ويل کيږي چې په ملا حکيم مشهور دنيک محمد په نامه ديو طالب مړى دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته