سیاست

جمهوررئیس غني د ازبکستان د جمهوررئیس په مړینه خواشیني څرګنده کړه

کابلباختر د وږي د مياشتې١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ازبکستان د جمهور رئیس اسلام کریموف په مړینه سخت خواشینی شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياندددفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس د اسلام کریموف اروا ته د دعا په ترڅ کې وویل، ارواښاد اسلام کریموف له دوو لسیزو زیات د ازبکستان د جمهور رئیس په توګه د خپل هېواد خلکو ته ډېر خدمتونه وکړل. زه پوره باور لرم چې د مرحوم جمهور رئیس لاسته راوړنې او خدمتونه  به تل د ازبکستان د خلکو په یاد وي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان او ازبکستان لرغوني فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري اومرحوم اسلام کریموف نه یوازې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، بلکې د سیمه ییزو مناسباتو په پراختیا کې هم ارزښتناک رول درلود.
محمد اشرف غني زیاته کړه، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ازبکستان له خلکوسره په دغه غم او ویر کې ځان شریک بولم او د ازبکستان ملت او د مرحوم کریموف کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم.
جمهور رئیس غني د مرحوم اسلام کریموف ځایناستي ته د بریالیتوب هیله وکړه او د ازبکستان خلکو ته یې د زیات پرمختګ، هوساینې او سوکالۍ تمنا وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته