کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
اووه تنه وسله وال طالبان پرون په غور ولايت کې ووژل شول .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو آمر محمد اقبال نظامي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفيروز کوه په شمال دغلمين په سيمه کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو له امله ووژل شول .
ده زياته کړه ددغو عملياتو له امله اووه تنه نور طالبان ټپيان او ددوى يوه داشکه هم ويجاړه شوه . ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ