پلخمري باختر د لړم د مياشتې ٢١ نيټه :
د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ يو شمېر ځوانان د طالبانو د بهرنيو سلاکارانو له خوا پوځي زده کړې کوي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بغلان ولايت يو شمېر ځوانان د طالبانو د بهرنيو سلاکارانو له خوا د افغانستان د دولت پرخلاف د دښمنانه عملونو د ترسره کولو په خاطر د تروريستي بريدونو لارې چارې زده کوي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان د طالبانو دغه ځوانان په ځانګړي ځواک او يا په فدايي ډلې ويشلي دي چې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې د ډار اچونې په لومړۍ ليکه کې ودريږي.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ