امنیت

دملي دفاع وزارت سرپرست : ددښمن له خوا دکندز ښار دنيول کيدو څرنګوالى هراړخيز تحقيق ته اړتيا لري .

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧  :
د ملي دفاع  وزارت سرپرست وايي چې   ددښمن له خوا دکندز ښار دنيول کيدو
څرنګوالى هر اړخيز تحقيق ته اړتيالري .
د باخترآژانس دخبرله مخې :  دملي دفاع وزارت سرپرست  محمد معصوم ستانکزي  نن په يوه خبري غونډه کې دکندز ولايت  دانکشافاتو په اړوند معلومات ورکړل.
ده د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ګنې دکندز ښار په يوه معامله کې د دښمن لاسته  ورغلى دى  وويل : چې د کندز  د له لاسه وتلو څرنګوالى هر اړخيز تحقيق ته اړتيا لري.
ده  يادونه وکړه  چې دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې   ډار اچوونکي  له ګاونډيو ولايتونو او دکندز له ولسواليو څخه په دغه ښارکې راټول  شول . دوى په کندز کې  د وروستيو پيښو  په رامنځته کولو کې رول درلود .
معصوم ستانکزي دغه راز وويل :  چې له طالبانو سره  له ګاونډيو هېوادونو څخه بهرني تروريستان ملګري دي.
ده ټينګار وکړ چې  په دې کار کې معامله نه  ده شوې  خو داسې کسان شته  چې له تروريستانو سره يې مرسته کړې ده  چې په دې باب تحقيق  کيږي.
ستانکزي په  يوه څرګند پيغام  کې طالبانو ته وويل  :  چې نه شي کولاى ديوه کلي په نيولو سره دبرياليتوب ادعا وکړي  خو دا چې په دې لاره کې  تبليغاتي استفاده وکړي .
طالبان د جګړې له  لارې   کوم شى نه شي ترلاسه کولاى  .
د کورنيو چارو  وزير نورالحق علومي په دې خبري غونډه کې چې په مشخصه توګه  په کندز کې د روانو حالاتو په باب  جوړه شوې وه  وويل :  چې امنيتي مسوولين نه يوازې  کندز ته بلکې  دکندز حوزې ته متوجه دي  چې ګاونډي ولايتونه پکې شامليږي.
ده وويل : چې په کندز کې  کافي قوتونه شته  او په کندز کې  حالات به له وينې توئيدو پرته عادي  حالت غوره کړي.
ده  دغه راز وويل  چې په کندز کې روان  حالات  نه شي کولاى  دهغه په  ګاونډيو ولايتونو اغيزه وکړي . امنيتي ځواکونه  دکندز د حوزې په ساحه کې  حالاتو  ته متوجه دي.
دملي امنيت لوى رئيس رحمت الله نبيل وويل : چې دکندزښار ځينو سيموته دطالبانو په ننوتو سره کوم امنيتي سند ددوى لاسته نه دى ورغلى بلکې ددغې ادارې ټول سندونه خوندي او محفوظ  دي او د کندز ولايت دملي امنيت اداره فعاله ده .
ده وويل : چې خطر ناک بنديان پخوا له کندز څخه  کابل او د پروان جيل ته  ليږدول شوي دي .
ده ومنله  چې دکندز له جيل څخه شپږ سوه تنه بنديان  تښتيدلي دي   چې يوسلو لس تنه يې په طالبانو پورې اړه لري .
ده دغه خبر چې  ګنې   د طالبانو خطرناک کسان  له جيل څخه تښتيدلي دي  يوه  آوازه وبلله  .
دکندز ښار ځينې ساحې پرون دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ  له څو ساعته خورو  ورور نښتو وروسته  دطالبانو لاسته ورغلې . ځينې کسان دکندز ښار له لاسه وتل ديوې معاملې زيږنده بولي . خو امنيتي مسوولين  ددغه ښار د له لاسه وتلو دعلتونو په باب تحقيق کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته