ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٥ :

دلوړو زده کړو  وزارت خبرتيا

دقزاقستان هيواد دبورسونو له هغو کانديدانو څخه چې نومونه يې دلوړوزده کړو وزارت دويب سايت له لارې اعلام شوى دى غوښتنه کيږي چې دتحريري ازموينې دتيرولو لپاره  چې دچنګاښ په لسمه نيټه دشنبې په ورځ دسهار په اتو بجو دقزاقستان هيئت له خوا دکابل پوهنتون په کتابتون کې اخيستل کيږي ورشي .

ددغې ازموينې نتيجې چې دچنګاښ  په يوولسمه نيټه اعلاميږي .دغه راز هغه کانديدان  چې په تحريري ازموينه کې بريالي کيږي دروان کال دچنګاښ دمياشتې  په ١٢ نيټه  دتقريري (انتريو)  ازموينې دتيرولو په خاطر حاضر،  له دې پرته ددوى نومونه دغوښتوونکو له لست څخه حذفيږي.

کانديدان دى دازموينې دتيرولو په خاطردمراجعې په وخت کې  دخپل تابعيت تذکره له ځان سره ولري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته