فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزيراو په کابل کې دبوسنيا هرزي ګونيا نا استوګن سفيرددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
په کابل کې دبوسنيا هرزي ګونيا نااستوګن سفيرپه هغې کتنه کې چې نن يې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزيرسره  وکړه، دفرهنګي همکاريو دپراختيا په باب يې  دخپل هېواد علاقمندي څرګنده کړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې : داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن په کابل کې دبوسنيا هرزي ګونيا له نااستوګن سفير نديم ميا وريچ سره وکتل.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په دې کتنه کې  په هېواد کې دروانو پرمختياو په باب  دبوسنيا سفير ته معلومات ورکړل .
دبوسنيا سفيرپه دې کتنه کې  ددواړو هېوادونو  ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې تراوسه پورې ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ هيڅ راز  موافقه ليک نه دى لاسليک شوى او دده متبوع  دولت غواړي چې په لومړي ګام کې ددواړوهېوادونو ترمنځ دهمکارۍ موافقه ليک لاسليک کړي.
ددغه شان موافقه ليک  لاسليک کولاى شي ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ زمينې برابرې کړي چې په چوکاټ کې يې ددواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي او هنري همکارۍ رامنځته شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته