امنیت

په غور کې دوسله والو طالبانو له خوا دښخ کړى شوي ماينونو د چاو دنې له امله اوو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
په غور ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار دشهرک ولسوالۍ ته په غځيدلي  سړک کې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغو ملکي وګړو دسپرلۍ موټرپه سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دغور ولايت د امنيتي قوماندانۍ يوه مسوول د باختر آژانس خبر يال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دپوليسو دغه مقام وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل اوويې ويل چې د پيښې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
په همدي حال کې دغور ولايت په يوه روغتيايي مرکز کې ددغې پيښې دڅه ناڅه دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله
پرون هم په دغه شان پيښه کې دوه تنه پوځيان شهيدان او څه ناڅه څلو ر تنه ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته