ښوونه او روزنه

په دايکنډي کې د کانکور آزموينه واخستل شوه

دايکنډي  باختر د غبرګولي اوولسمه :
د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په موخه پرون په دايکنډي ولايت کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د استول شوي هيئت له خوا د کانکور آزموينه واخستل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ئيز خبريال د خبرله مخې:
په دې آزموينه کې د دايکنډي ولايت د نجونو او هلکانو د ليسو درې زره دوه سوه شپيتو تنو فارغانو ګډون وکړ.
د دايکنډي والي هيله څرګنده کړه چې د دغې آزموينې زيات شمېر برخه وال د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړي .
د لوړو زده کړو وزارت د استول شوي هيئت رييس سعيد روضت الله مجيد د کانکور آزموينه يوه ملي او رقابتي بهير وباله او زياته يې کړه چې کانکور  د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو او نيمه لوړه زده کړو په موسسوکې د غوره کسانو د انتخابات لپاره يو تګلورى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته