امنیت

دپکتيکا په يوسف خيلوکې د طالبانو د بلې ډلې په ماين ښخولوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
په پکتيکا کې تېره شپه د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور طالبان ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د وسايطو ضد يو ماين چې د طالبانو له خوا د پکتيکا ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ښخ کړى شوى و؛ د طالبانو د يوې بلې ډلې د تيريدو په وخت کې ښخ کړى شوى ماين وچاوديد او له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې: د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د خاصو قطعاتو ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې پنځه تنه قوماندانان چې په تروريستي او ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو؛ ونيول شول.
دغه راز له هغوى څخه د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته