نړۍ

په کراچۍ ښارکې چاودنه

اسلام آباد دان – باختر د تلې دمياشتې ٤
د پاکستان د کراچۍ په بندري ښارکې د بم د چاودنې له امله څه ناڅه دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه بريد د تروريزم پرخلاف په ځانګړو ځواکونو ترسره شوى دى.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبرله مخې : دغه چاودنه د يو لوړ رتبه امنيتي افسر د استوګنې سيمې ته څېرمه وشوه چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دجند الله تروريستي ډلې د دغې چاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته