سیاست

په کابل کې د امريکا لوى سفير له استاد حاجي محمد محقق سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي  دوه ويشتمه :
   په کابل کې دامريکا لوى سفير جان بس پرون د افغانستان داسلامي جمهوريت د اجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د وزيرانوشورا په ماڼۍ کې وشوه؛ دامنيتي مسئلو پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو او په دغو انتخاباتوکې دسياسي ګوندونو د رول په باب  خبرې وشوې .
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو لوى سفير د انتخاباتو دبهير په نسبت د خلکو د کمې علاقمندۍ له امله انديښنه څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت او د دغه هېواد له سياسي مشرانو څخه يې وغوښتل چې د انتخاباتو دشفافيت او سلامتيا لپاره هڅه او هاند وکړي .
د اجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق دامريکا له متحده ايالاتو  او له هغو دوستو هېوادونوڅخه چې دافغانستان په نوي فصل کې يې  همکاري وکړي؛  قدرداني وکړه .
د اجراييه  رياست مرستيال زياته کړه چې په هېواد کې سياسي  او امنيتي حالات  او ټولنيز مناسبات ښه نه دي او د ګډوډيو مخنيوي دې ته اړتيا لري چې سياسي  ګوندونه، قومونه او په حکومت کې ټيمونه له يو بل سره مثبت تعامل ولري او له زيات خطر سره د هېواد د مخامخ کيدو  مخه ونيسي .
  محقق د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د ملي  وحدت د حکومت د موافقه ليک  په چوکاټ کې د حکومت د پابندۍ په اړتيا باندې  ټينګار وکړ او ځينې  يواړخيز حرکتونه يې د ملي  مصالحو پرخلاف وبلل .
د اجراييه رياست مرستيال د حکومت او د وسله والو طالبانو ترمنځ د محدود اوربند د هرکلي په ترڅ کې دټولو افغاني لوړو ترمنځ دپيوستون او همغږۍ يادونه وکړه .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته