کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
د کورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې د افغانستان دخلکو د سولې او د امنيت د دښمنانو او تروريستانو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد، په تيرو ٢٤ ساعتو کې ١٦ ګډ تصفيوي عمليات ترسره کړل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دغه عمليات د ملي اردو، ملي امنيت اودايتلاف دځواکونوپه همکارى دکابل ، کونړ، ننګرهار ، لغمان ، پروان ، فارياب ، بلخ ، قندهار ، ارزګان ، ميدان وردګو ، لوګر ، خوست ، پکتيا ، هرات ، بادغيس او هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په بهيرکې يې ٢٤ تنه ياغي طالبان ووژل شول، ٩ تنه ټپيان او ١٩ تنه تنه يې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه زياته اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د يوبل خبرله مخې : د ١٠١ آسمايي زون د قوماندانۍ پوليسو پرون يوولس تنه د وژنې، غلا او د سندونو د جعل او تزوير په تور دکابل ښار د دويمې، دريمې، پنځمې او اتمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول .
له نيول شويو کسانو څخه څيړنې پيل شوې دې او دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل