سیاست

جمهور رييس غني د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم له غړو سره د استراليا په نړيوال جام کې د دوى له ګډون څخه مخکې وکتل

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ١٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له مشرتابه هيئت، د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم له غړو او د کرکټ بورد له غړو سره په استرالياکې د ٢٠١٥ کال د کرکټ په نړيوال جام کې د ګډون په مقصد له روانيدوڅخه مخکې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه؛ مشرتابه هيئت، د کرکټ د ملي ټيم  غړو او د افغانستان د کرکټ بورد غړو د هېواد له جمهور رييس څخه په دې خاطر چې دکرکټ په نړيوال جام کې له ګډون څخه مخکې له دوى سره وکتل؛ مننه وکړه او ويې ويل چې دا  لومړى ځل دى چې ددغه ټيم غړي او مشرتابه هيئت په يوې سيالۍ کې له ګډون څخه مخکې د هېواد له  جمهور رييس سره ګوري.
د کرکټ د ملي ټيم کپټان  محمد نبي عيسى خيل  د کرکټ د ملي ټيم  د روحيې د لوړولو په لاره کې د هېواد له جمهور رييس سره خپله کتنه يو فوق العاده اقدام وباله ؛ ويې ويل: موږ انشاالله په زيات کوښښ سره به هېواد ته   وياړ په برخه کړو او تاسو ته  ډاډ درکوو چې دکرکټ ملي ټيم له څو مياشتو را په دې خوا له پرله پسې هلوځلو او تمرينونو سره په دغه نړيوال جام کې دګډون لپاره بشپړ تيارى لري.
په مقابل کې جمهور رييس غني د افغانستان د کرکټ  له ملي ټيم څخه د هېواد د اتلانو په توګه ستاينه وکړه او ويې ويل: تاسې هغه کسان ياست چې په يو لنډ وخت  کې مو له افغانستان څخه منفي برداشت په يو مثبت برداشت بدل کړ.
جمهور رييس زياته کړه: زه د افغانستان د دولت او خلکو په استازيتوب له تاسو څخه مننه کوم او ستاسو دستر ملاتړ په توګه به تل ستاسو په خدمت کې واوسم او ستاسو په چاروکې د لاسوهنې اجازه به هيچاته ور نه کړم.
د هېواد جمهور رييس د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم برياليتوبونه ډير ارزښتناک وبلل او د دغه ټيم له ښوونکو او کرکټ بورد څخه مننه وکړه او دغه راز ويې ويل چې په استراليا کې يې د افغانستان سفير ته يې لارښوونه کړې ده چې د سياليو په بهيرکې دې د هېواد د کرکټ ملي ټيم ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان څو ورځې مخکې د (اف. ټي. پي) غړيتوب ترلاسه کړ.
په دغه پروګرام کې غړيتوب د افغانستان لپاره د کرکټ د نړيوالې شورا له دايمي غړو سره د سياليو زمينه برابروي .
ټاکل شوې ده افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ٢٠١٥ ميلادي کال د فبرورۍ  د مياشتې په  ١٨ نيټه د بنګله ديش له ټيم سره ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته