ورزش

پاکستان ته دهېواد دکرکټ دملي ټيم دلوبغاړو سفر لغو شو .

کابل باختر د وري ديارلسمه :
پاکستان ته دافغانستان دکرکټ  دملي ټيم دلوبغاړو سفر لغو شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې :ټاکل شوې وه چې دهېواد دکرکټ دملي ټيم غړي دپاکستان دکرکټ بورد په بلنه دروان ميلادي کال داپريل دمياشتې په بهير کې پاکستان ته سفر وکړي چې دلاهور او کراچۍ د کرکټ له ټيمونوسره درې  يو ورځنۍ لوبې او  دپاکستان دکرکټ او الف ټيم سره يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي خو د پاکستان دکرکټ بورد وياند امجد بتي ويلي دي چې پاکستان ته دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دغړو سفر په لاهور کې دوروستي ډار اچوونکي بريد له امله ځنډول شوى دى .
دپاکستان دکرکټ بورد وياند څرګنده کړه چې په دې باب د افغانستان دکرکټ بورد له مقاماتوسره اړيکي نيسي خو په اوس وخت کې پاکستان ته دافغانستان دکرکټ  دملي ټيم دلوبغاړو سفر ځنډول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته