امنیت

دوه تنه طالبان په يوه نښته کې ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٠  :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په  جوزجان ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په  نښته کې ووژل شول.                                                                                             دجوزجان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال  رحمت الله ترکستاني دباخترآژانس خبريال ته وويل : وسله والو طالبانو ددرز آب ولسوالۍ په مغول کلي کې دملي پوليسو په پوستو وسله وال  بريدونه وکړه  چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.                                                                 
ترکستاني زياته کړه چې په دې نښته کې دوه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور سخت ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې :  پنځه تنه وسله وال طالبان په قوش ټيپې ولسوالۍ کې  له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول  او څه ناڅه دوولس تنه نورټپيان شول.
ويل کيږي چې د پنځو تنو وژل شويو طالبانو پنځه مړي له  جنګي وسايلو سره يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته