امنیت

په ننګرهار کې طالبانو او داعشیانو ته د سر زیانونه

کابل/باختر/ د زمري١٠مه
په ننګرهارکې په هوایي بریدونوکې طالبانو او داعشیانو ته د سر زیانونه اوښتي دي.
د خبرونو له مخې، دغه بریدونه د ناټو او افغان هوایي ځواکونو د ننګرهار په ځینو برخوکې د ډار اچوونکو پر سنګرونو ترسره کړل.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چی په بریدونوکې د طالبانو او داعشیاتو ۲۲ غړي ووژل شول او ۱۶ نور یی ټپیان شول.
هغه وویل چې په بریدونوکې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه او پټنځایونه له ټولو جنګي وسایلو سره یې ویجاړ شوي دي.
په یو بل خبر کې ويل شوي دي چی په ننګرهارکی د څو چاودنو مخه ونیول شوه.
امنیتی مامورينو نن سهار ۷ ماینونه د ننګرهار په ګڼ مېشتو لاروکی کشف او شنډ کړل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته