امنیت

په هلمند کې ددوو پرله پسې چاودنو له امله اته تنه ټپيان شول

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
په هلمند کې ددوو پرله پسې  چاودنو له امله اته تنه ټپيان شول.
دغه  چاودنې نن له غرمې مخکې  په لس نيمو بجو دپنځه دقيقو په زماني  واټن کې په لښکرګاه ښارکې دقندهار دموټروپه تم ځاى کې وشوې .
ددغې بم ايښودنې څخه دياغيانو هدف تراوسه  روښانه شوى نه دى.
دهلمنددوالي ويندوى داود احمدي باختراژانس ته وويل: ددغو چاودنو له امله دڅلورو ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وويل ياغي طالبانو چاوديدونکي توکي په دوو ريکشاوکې ځاى پرځاى کړي وو.
په همدې حال کې دلښکرګاه ښار ديوروغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته