سیاست

د قاضیانو او څارنوالانو د ښه امنیت د تامین په اړه بحث وشو

کابل/ دلېندۍ ١٢مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام قاضي القضات او د سترې محکمې له ريیس قانونپوه سېدیوسف حلیم او د هېواد له لوی څارنوال فرید حمیدي سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هېواد د امنیتي ارګانونو مسوولینو هم حضور درلود، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس او د هېواد لوی څارنوال د قاضیانو او څارنوالانو او د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.
دوی په دغو څرګندونو سره چې د عدلي او قضايي ارګانونو کارکوونکي په هېواد کې د قانون د حاکمیت په خاطر هڅې کوي؛ وویل: د قاضیانو د امنیت قطعې ته زیاته پاملرنه وشي.
همدرانګه د سترې محکمې رييس او د هېواد لوی څارنوال له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د جمهورريیس له همیشني ملاتړ او څارنې څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهورريیس وویل: دښمنان په هېواد کې د قانون د حاکمیت مخالف دي او تل غواړي عدلي او قضايي ارګانونو ته زیان ورسوي.
په همدې ترتیب د ملي امنیت سلاکار وویل: امنیتي ارګانونه به د قاضیانو او څارنوالانو او د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت په خاطر پر یوې منظمې طرحې کار وکړي.#
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته