هرات/ باختر دوږي شپږمه :
د هرات ښار پوليسو د دغه ښار په دولسمه ناحيه کې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل .
د باختر اژانس د سيمه ئيز خبريال دخبرله مخې: دغه جنګي وسايل دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د استخباراتي منسوبينو له خوا په يوه بڼ کې کشف او ترلاسه شول .
د هرات د استخباراتي مسوبينو د څرګندونوله مخې، دښمنانو غوښتل چې د ډار اچوونکو بريدونو لپاره له دغو جنګي وسايلو څخه استفاده وکړي .
د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو په دې باب د پوليسو څيړنې دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ