امنیت

په لغمان کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

مهترلام/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۶ مه
پرون مازیګر د لغمان ولایت د مرکز مهترلام په بصرام سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږ ۸ تنه ماشومان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې ماین په یوه ویاله کې ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې له امله یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي د باختر اژانس سیمه ېیزخبریال ته وویل چې د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې د پېښې ټپيان روغون ته استول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته