ورزش

د کوهدامن د ځوانانو او د پامير ټيمونه لوبه کوي

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس ته وويل: په دې پړاوکې د کوهدامن او د پامير ټيمونه لوبه کوي.
د قيومي دڅرګندونو له مخې: په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او اوس اته ټيمونه ته رسيدلي دي .
ده زياته کړه چې په پرونيو دوو لوبوکې د توحيد او د رسنۍ ټيمونو لوبه د يوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله او د پاس ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د شيوا ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته