سیاست

جمهور رئيس غني له امریکايي سناتورانو سره وکتل

کابل –باختر د ليندۍ د مياشتې ٢٦مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته له ځينو امریکايي سناتورانو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د ملي یووالي حکومت د ملاتړ، اقتصادي مسايلو، د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا د مرستو، د افغانستان د سولې د بهير، د سیمه ييزو همکاريو، د افغانستان د اوبو د مديریت او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړيکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
دغو امریکايي سناتورانو د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ويې ويل چې دوی ژمن دي چې د افغانستان له نوي حکومت سره همکاري وکړي ترڅو دغه حکومت وکولای شي خپلو اوږد مهالو موخو ته ورسيږي.
په مقابل کې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د امریکا د خلکو او د هغه هېواد د حکومت له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ویل: موږ له امریکا سره په واقعي همکاريو ژمن یو.
جمهور رئيس غني زیاته کړه چې موږ خپلې ستونزې پېژندلې او په عين حال کې د دې ستونزو لپاره د حل لارې هم لرو او په دې برخه کې د نړۍ مرستو او ملاتړ ته هم اړتيا لرو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته