نیلي باخترد لړم ۱۴
په دایکنډي ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د دایکنډي د والي ویاند علي اګبرناطقي باختراژانس ته وویل چې ددغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د ورس د نجونود لیسې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودجې څخه د۲۴ میلیونوافغانیوپه لګښت په پاخه او اساسي توګه په یوه پوړکې جوړه شوې ده چې لس درسې خونې او نورضروري ملحقات لري .
ناطقې زیاته کړه چې په دې لیسه کې څه د پاسه ۴۰۰ سوه نجونې په زده ګړې بوختې دي .
ددغې لیسې د پرانستلوپه غونډه کې د دایکنډي والي محمود بلیغ ، امنیه قوماندان ، د ملي امنیت رییس ، د پوهنې رییس ، قومي مشرانو، خبریالانواوددغې لیسې ښوونکواو زده کوونکو ګډون کري وو ختم ع