سیاست

د جمهور رئیس غني په لارښوونه عیدګاه جومات ترمیمېږي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  پرون ماسپښین د کابل ښار په وروستي ترهګریز برید کې د عیدګاه جومات بېلابېلې زیانمنې شوې برخې وکتلې.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
عیدګاه جومات څخه دجمهور رئیس د کتنې پرمهال د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني یاد جومات ته د اوښتو زیانونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
د هېواد جمهور رئیس اړونده مراجعو ته لارښوونه وکړه، چې د عیدګاه جومات دروازې په ځانګړي لرګین ډیزاین جوړې او نصب کړي. په انګړ کې  یې تېږې ولګوي او د جومات د داخل او بام زیانمنې شوې برخې دې مسلکي انجینران وارزوي، چې د ترمیم اقدام یې وشي.
همدارنګه جمهور رئیس د حاجیانو مجتمع د تخریب شویو تاسیساتو له لیدلو وروسته لارښوونه وکړه، چې د حاجیانو د سلامتیا او خوندیتوب په موخه د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې پخوانی مرکز د حج او اوقافو وزارت په خدمت کې ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته