ورزش

دمتحد افغان او متحد چاردهي ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر د وږي  اتمه :
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن مازيګر  په يوې لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال  فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې دمتحد افغان او دمتحد چاردهي  ټيمونه لوبه کوي
دقيومي دڅرګندونوله مخې: دکابل دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې  پيل شوې دي چې هره ورځ  په يوې   لوبې سره  دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې دجوانان ازادي ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دتوحيد ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته