ټولنه

په لغمان کې پر اړو کورنیو خوراکې توکي وویشل شول

 مهترلام باختر د مرغومې ۲۳ مه
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا اداراې له لوري پر ۷۹ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
ځايي چارواکي وايي چې په دې مرسته کې غوړي، لوبیا، وریجې، غنم، مالګه، بوره، چای او صابون شامل دي.
د لغمان ولایت د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا رئیس امان الله میاخېل د باختر اژنس سیمه یېز خبریال ته وویل چې یادې مرستې د قرغیو ولسوالۍ د کریم اباد ،محمد امین با نډې ،سنګیړې ،میرزمان بانډه، قلعه ګې ،کچړۍ ، غونډې اوصواتیو سیمو کې پر ۷۹ اړو کورنیو ووېشل شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته