امنیت

ننګرهارکی د دینی زده کرو فارغان د پولیسو په لیکوکی ګومارل کیږی

کابل باختر د سلواغی دمیاشتې ٢٢ :
د ديني زده کړو فارغان د پوليسو په ليکو کې پر دندو ګومارل کيږي.
د کورنيو چارو وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو رئیس د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال احمد شاه سادات سره د يو غونډې  په ترڅ کې وويل ؛  په پام کې لري، ترڅو په ختيځ زون کې د پوليسو ليکو د پياوړتيا په موخه    د ديني زده کړو ليسانس ځوانان پر دندو وګوماري.
په دې غونډه کې چې د ننګرهارمقام کې تر سره شوه پکې د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال اميرخان ليوال او  دحج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني هم ګډون درلود.
د کورنيو چارو وزارت دعقيدتي او فرهنګي چارو رئیس تورنجنرال قاضي جميع الله مهاجر وويل: غه ځوانان، چې د حقوقواوسياسي علومو، شرعياتو، ادبياتو او ديني مدارسو څخه فارغ وي او اسناد په لاس ولري د پولیسو ليکو کې جذبيږي.
مهاجر وويل، چې دغه ځوانان به د پوليسو ترمسلکي زده کړو وروسته د پوليسو په قطعاتو او جزوتامونو کی دعقیدتی او فرهنګی چارو په برخه کی دافسر او ساتنمن په توګه وګومارل شي.
ده زياته کړه،  په دې برخه کې په ټول هېواد کې په ديني زده کړوسمبال ځوانان جذبيږي، چې په ننګرهار کې به د شنبې په ورځ ورڅخه آزموينه واخيستل شي.
ده د ننګرهار سرپرست مرستيال څخه د وړ اشخاصو په ګومارنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهارولايت سرپرست مرستيال احمد شاه سادات د پوليسو په ليکو کې  په اسلامي زده کړو سمبال ځوانانوګومارنه اړينه وبلله اودا يې دحکومت يو ښه اقدام وباله.
نوموړي د حج اوقافو رئیس عبدالظاهر حقاني ته لارښوونه وکړه ترڅو په اړونده څانګو کې وړ ځوانان آزموينې ته ور وپيژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته