ټولنه

د ليک لوست د زده کړې په لاره کې د ګډې همکارۍ نهه تفاهم ليکونه د جمهور رييس د مرستيال په وړاندې د پوهنې وزارت او د بېلابېلو ادارو ترمنځ لاسليک شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د پوهنې وزارت او د دولت د وزارتونو ترمنځ د ليک لوست د زده کړې په برخه کې د ګډې همکارۍ نهه تفاهم ليکونه نن د جمهور رييس د مرستيال او د ليک لوست د زده کړې د ملي کمېټې د رييس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ لاسليک شول
د جمهور رييس مرستيال په دې غونډه کې څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت او اړونده ارګانونه په هېوادکې د ليک لوست د زده کړې د پراختيا او د بې سوادۍ د له منځه وړلو په لاره کې دروند مسووليت په غاړه لري.
ده ټينګار وکړ چې يوازې په هېوادکې د ليک لوست د زده کړې د پروګرام په پراختيا او ګړندي کولو سره د افغانستان دولت کولاى شي د ليک لوست د زده کړې او د پوهنې د پراختيا په لاره کې د اساسي قانون په وړاندې خپل مکلفيتونه او د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتو د سازمان په وړاندې د افغانستان ژمنې عملي کړي .
قانونپوه سروردانش په دې لاره کې اشاره وکړه چې د ملګرو د سازمان د دايمي پراختيا هدفونو دولتونه په ننيو معيارونو سره په پراخې او عادلانه پوهنې مکلف کړي دي.
ده زياته کړه چې د ليک لوست زده کړه او بې سوادۍ له منځه وړل د هميشنۍ پراختيا هدفونه دي چې اجرا کول او تطبيقول يې د افغانستان لپاره ضروري او د لومړيتوب لرونکي دي .
د جمهور رييس مرستيال په دې برخه کې د پوهنې وزارت هلې ځلې د پاملرنې وړ وبللې او اشاره يې وکړه چې د ليک لوست د زده کړې د ملي کمېټې په جوړيدو سره همدا اوس د هېواد په زياترو ولايتونوکې د ليک لوست د زده کړې کميټې د واليانو تر نظر لاندې فعالې شوې دي.
د جمهور رييس مرستيال د هېواد د ترقۍ او پرمختيا په کارکې د وزارتونو او دولتي ادارو ګډه همکاري يوه اساسي اړتيا وبلله او هيله يې وکړه چې د پوهنې وزارت او د نورو وزارتونو ترمنځ د ليک لوست د زده کړې په برخه کې د ګډې همکارۍ د تفاهم ليکونو تطبيق او عملي کيدل په اړوندو اداروکې د ليک لوست د زده کړې د انکشاف او پراختيا زمينه برابره شي او په دې ترتيب په هېوادکې د بې سوادۍ کچه ټيټه شي.
د جمهور رييس مرستيال دغه راز ټينګار وکړ: د پوهنې د پروګرامونو په ګډون بنسټيز پروګرامونه د افغانستان په خلکو او ټول ملت پورې اړه لري او هيله لرو چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت مخالفين هم د هېواد له بنسټيزو پروګرامونو سره د ملاتړ په باب په خپلو وروستيو پيغامونو په صادقانه ډول عمل وکړي.
د جمهور رييس مرستيال دوه ورځې مخکې د آقينې د اوسپنې پټلۍ پرانستلو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ملي وحدت حکومت د مهم انکشافي پروګرام د تطبيق په حال کې دى چې د ترکمنستان د (آتامراد امام نظر) او د افغانستان د آقينې د اوسپنې پټلۍ پرانستل په سيمه کې د اقتصادي ودې او همغږۍ لپاره ارزښتناک دى او دغه پروژه په سيمه ييزو همکاريو او په اقتصادي پراختيا کې مهم ګام دى.
په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د ليک لوست د زده کړې د ملي پروګرام تطبيق د دغه وزارت او د مسوولو ادارو قانوني مکلفيتونه وبلل او ويې ويل چې د افغانستان د اساسي قانون او د پوهنې د قانون له حکمونو سره سم ټول وزارتونه او خپلواکې دولتي ادارې د ليک لوست د زده کړې په پراختيا او د بې سوادۍ په له منځه وړلوکې ګډ مسووليت لري .
ده زياته کړه چې په همدې موخه د پوهنې وزارت هڅه او هاند کړى دى چې په دې لاره کې د پوهنې وزارت او د نورو وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ له بې سوادۍ سره د مبارزې په موخه له بېلابېلو دولتي ادارو سره د ګډې همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کړي.
په دې غونډه کې د ليک لوست د زده کړې د پراختيا په موخه د پوهنې وزارت او نورو وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ نهه تفاهم ليکونه لاسليک شول.
دغه تفاهم ليکونه د پوهنې، مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ، فوايد عامې، انرژۍ او اوبو ، ترانسپورت او ملکي هوايي چلند ، اقتصاد، کورنيو چارو او د ښارجوړولو وزارتونو، د سيمه ييزو ارګانونو او د ملي امنيت د رياست ترمنځ د جمهور رييس د مرستيال قانونپوه سروردانش په شتون لاسليک شول.
په دې غونډه کې د هېواد د پوهنې وزارت د ليک لوست د زده کړې معين هم په ډير لنډ ممکن وخت کې د دغو تفاهم ليکونو د عملي کيدو هيله وکړه او زياته يې کړه چې تر اوسه پورې د پوهنې وزارت او د ١٥ وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو ترمنځ اجيرو کارکوونکو او بې سوادو او کم سوادو قرارداديانو ته د ليک لوست د زده کړې په باب تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي چې د دغو تفاهم ليکونو تطبيق کولاى شي په هېوادکې د ليک لوست د زده کړې د پراختيا او چټکتيا بهير ګړندي کړي.
د اساسي قانون د ٤٤ مادې او د هېواد د پوهنې د قانون د ٣٧ مادې له مفادو سره سم، ټولې دولتي ادارې موظفې دي چې د ليک لوست د زده کړې د پراختيا او د بې سوادۍ د له منځه وړلو په لاره کې په تېره بيا د کارکوونکو او کم سوادو او بې سوادو اجيرانو ترمنځ هلې ځلې وکړي .
د دغې غونډې په پاى کې د جمهور رييس مرستيال د دولتي ارګانونو له لومړۍ درجه مسوولينو څخه چې د ليک لوست د زده کړې په برخه کې يې د ګډې همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي؛ وغوښتل چې د موضوع د اهميت په دليل دې د تفاهم ليکونو د تطبيق بهير پخپله تعقيب کړي او د پوهنې وزارت د ليک لوست د زده کړې معينيت هم د دغو تفاهم ليکونو د عملي کيدو د څارنې په لاره کې هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته