پوهاند باوري : د فخر افغان مفکورې په سيمه کې د اغيزمن ملي عنصر په توګه
د هېواد په تعليمي نصاب کې شاملې شوي دي.
جلال آباد باختر دسلواغې ٨ نيټه :
د فخر افغان خان عبدالغفار خان د مړينې د ديرشم تلين په ننګرهار ولايت کې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په شتون
د يو لړ مراسمو په ترڅ کې درناوى وشو.
دغه مراسم پرون د يو شمېرحکومتي مقاماتو ، قومي مشرانو ، شاعرانو ،ليکوالو او د پوهنتونونو داستادانو په ګډون د جلال آباد ښار په هغه ځاى کې پرځاى شول چې د فخر افغان آرامګاه په کې شتون لري.
جمهور ريېس محمد اشرف غني د يوه پيغام په لېږلو سره ، خان عبدالغفار خان د آسياد جنوب د تاريخ په اوږدو کې يو بې سارى شخصيت وباله او ويې ويل چې، هغه خپل ټول عمر له جهل ، استبداد او بې انصافۍ سره مبارزې ته وقف کړ.
جمهور ريېس په خپل دغه پيغام کې ويلي دي چې د فخر افغان لاره او افکار به تر پيړيو پيړيو پورې زموږ د خلکو او د انسانيت لپاره د لارې پرانستوونکي او لارښود وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په دغو مراسمو کې خان عبدالغفار خان په سيمه کې د فيلسوف په توګه وباله او ويې ويل چې، فخر افغان د ويناو ترڅنګ د خپلو افکارو او ارمانونو د تحقق په لاره کې عملي ګامونه واخيستل او دا کار يې په خپل بشپړ سياسي اوملي شعور سره ترسره کړ.
ده وويل ؛ د افغانستان ، هند او پاکستان په تاريخي پيښو کې د اغيزمن شخصيت په توګه د فخر افغان مفکورې او افکار منل شوي دي او د ده د همدغه لوړ ارزښت له مخې د ده مفکورې د افغانستان د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې ځاى پرځاى کړى شوي دي او همدا اوس د هېواد په ښوونځيو کې لوستل کېږي .
د ننګرهار والي ګلاب منګل هم په دغو مراسموکې وويل چې خان عبدالغفار خان د عدم تشدد لاره غوره کړه او هڅه يې وکړه چې د انسانيت ، ورورولۍ ، پيوستون او برابرۍ پيغام نړۍ ته ورسوي.
په دغو مراسمو کې شاعرانو ، ليکوالو ، تاريخ ليکوونکو او څيړونکو د خان عبدالغفار خان د افکارو او مفکورو او دآسيا د جنوب په تاريخي پيښو د هغو داغيزو په باره کې خپلې مقالې ولوستلې .
خان عبدالغفارخان په پيښور ښارکې وزيږيد او دعدم تشدد په لاره کې له زياتو مبارزو وروسته په ١٣٦٧ هجري لمريز کال کې وفات شو او د ده له سپارښتنې سره سم جنازه يې په جلال آباد ښارکې خاورو ته وسپارل شوه .
دى د مهاتماګاندي ، نلسن مانديلا او د مارتين لوترکينګ ترڅنګ دآزادۍ او د عدم تشدد د لارې ستر مبارز بولي.
پاى ف ذ