خبرونهنړۍ

چین د تایوان ټاپو شاوخوا اوبو او فضا کې پوځي تمرینات پیل کړي

نړۍ، د غبرګولي ۳مه، بهرنۍ رسنۍ

د چینایي رسنیو د خبر له مخې د چين د خلکو پوځ د تایوان ټاپو شاوخوا اوبو او فضا کې دوه ورځني پوځي تمرینات پیل کړي.

د چین سنهوا خبري اژانس خبر ورکړی، چې دغه تمرینات نن پنجشنبې په ځایي وخت د سهار ۷:۴۵ دقیقو پیل شوي او د جمعې ورځې تر ماښامه پورې دوام کوي.

د چین د پوځ ویاند ډګروال لي شي ویلي، چې دغه تمرینات د تايوان د خپلواکۍ د ځواکونو د بېلتون غوښتنې او د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې او پارونکو فعالیتونو پر وړاندې سخت خبرداری دی او د پوځ هوایي، ځمکني، سمندري او راکټ قواوې په کې ګډون کوي.

چین دغه ګام وروسته ترهغې واخیسته چې د تایوان نوي ولسمشر ویلیم لای چینګ تازه د خپلې لوړې پر مهال له بیجینګ څخه وغوښتل چې د تایوان پر وړاندې وېره اچونکي فعالیتونه ودروي.

د تایوان دفاع وزارت ویلي، چې د چین دغه تحرکات له نږدې څاري او خپل پوځ ته یې د تیارسۍ امر کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته