امنیت

طالبانو ته د سردروند زيان واوښت .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
په ننګرهار ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړې تيره شپه او نن سهار ددغه ولايت په ځينو سيمو کې ونښتې .
لومړى جګړه تيره شپه دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې ونښته دننګرهار ولايت دامنيې قوماندان وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل په دې جګړه کې چې په امنيتي پوستې د طالبانو له بريد وروسته ونښته څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول دويمه جګړه تيره شپه ناوخته دهسکې مينې په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو دوسله والو طالبانو په کاروان بريد وکړ .
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان وايي په دې جګړه درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو په څو موټرسايکل سپرو طالبانو ډزې وکړې.
ديوبل خبرله مخې څلور تنه وسله وال طالبان په روداتو ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې په يو واټ کې ماين ښخ کړي دغه وسله وال طالبان دپوليسو په ډزو کې ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته