فرهنګ

يوه نسخه قران عظيم الشان ملي ارشيف ته ورکړى شو .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
يوه نسخه قران عظيم الشان نن  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعينې  پوهنيارې  سيدې مژګان  مصطفوي  او ددغه وزارت  دفرهنګي معين  سيد مصدق خليلي په وړاندې دبيهقي  دکتاب خپرولو  درييس  له خوا  دملي ارشيف  رييس ته  وسپارل شو .
  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  دبيهقي  کتاب خپرولو  درييس  فيض الله  محتاج  د څرګندونو له مخې  دقران عظيم الشان دغه نسخه  د عثماني طه  له سبک  او د تاج کمپنۍ  له سبک څخه  برابره شوې ده  او په دقيق ډول  دمحمد حسين   ستيز بختياري په ښکلى خط  سره  ليکل شوې  او چاپ شوې ده .
  په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينيانو ، رييسانو او کارکوونکو ،  دحج او اوقافو وزارت داستازي  اوپه کابل کې دايران داسلامي جمهوريت  د فرهنګي  رايزن  په ګډون پرځاى شوي و ،  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرولو دچارو  معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  دقران عظيم الشان  د فضيلت په باب  معلومات وړاندې کړ او ويې ويل   خوشحاله يم  چې دمحرم الحرام  په دې مياشت کې موږ  دقران عظيم الشان  دليکنې او د بيهقي  دکتاب خپرولو له رياست څخه  ديو ډير مستعد او مجرب ټيم  دليکنې  شاهدان يو او غواړم چې په لومړى  ګام کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ، دافغانستان خلکو ، دبيهقي  دکتاب خپرولو  رييس او  حسين بختياري  او دده ټيم ته  چې  دقران عظيم الشان ليکوالي او خطاطي يې کړې ده  مبارکي وايم .
  دې زياته کړه  چې دقران عظيم الشان دغه نسخه  په ښه توګه  دساتنې لپاره  ملي ارشيف ته  ليږدوله کيږي چې له يوې خوا  هغه  په ښه توګه وساتل شي او له بله پلوه  زموږ دتاريخ  يوه برخه وي  چې دغه نفيس اثر راتلوونکې نسلونه هم وويني .
  پوهنيارې مصطفوي  څرګنده کړه چې دهيواد  زيات شمير وګړي  مسلمانان دي  او قران عظيم الشان زموږ په ژوندانه کې ځانګړي ځاى لري اوښه به وي  چې  دهغه  ګټورو او عملي  اړخونو ته پاملرنه وکړو او دقران عظيم الشان  په لارښوونو لازيات عمل وکړو .
دغه راز په دغو مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي هم په خبرو کې  دهغو کسانو  چې ددغې نسخې  په برابرولو کې يې  هلې ځلې کړې وې  قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ  چې په ملي ارشيف کې  دقران عظيم الشان ددغې نسخې  دساتنې په لاره کې بايد  هراړخيزه پاملرنه وشي . خو څرګنده يې کړه لکه څنګه چې  په  ښکلي غږ او په  ښه توګه دقران عظيم الشان تلاوت  زيات ثواب لري  په ښکلي خط دقران عظيم الشان ليکل هم  زيات اجر لري .   خليلي زياته کړه  چې بايد ټول مسلمانان  قران  عظيم الشان دخپل  ژوندانه په ټولو چارو کې  خپل لارښود  وګرځوي .
  دغه راز  دحج او اوقافو وزارت دعلمي ټولنې رييس  مفتي  سيد حجت الله  نجيح  دقران عظيم الشان دحکمت ، برکت او فضيلت په باب معلومات ورکړل  او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبيهقي کتاب خپرولوله رياست او له هغو کسانو څخه  چې دقران عظيم الشان ددغې نسخې  په برابرولو کې يې  زيات زيار ګاللي و ،  قدرداني وکړه  .
دغه راز دقران عظيم الشان دغه نسخه  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو او دفرهنګي  معينانو په وړاندې  دبيهقي  کتاب خپرولو  درييس له خوا دملي ارشيف  رييس ته وسپارل شوه  چې دغه نسخه په ښه توګه  په ملي ارشيف کې وساتله شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته