کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
د دايکنډي د پوهنې له رياست سره پرون د درې زره ټوکو کتابتونو مرسته وشوه .
د دايکنډي دپوهنې رئيس رحمت الله سيرت باختر آژانس ته وويل چې دافغانستان د ماشومانو خپرونې د استراليا سفارت په مالي مرسته دماشومانو دکيسو درې زره ټوکه کتابونه چې په لسو عنوانونوکې دي، ددغه ولايت دپوهنې له رياست سره مرسته وکړه.
ده زياته کړه چې دغه کتابونه د دايکنډي ولايت دښوونځيو له لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې په زده کوونکو ويشل کيږي .
د افغانستان د ماشومانه خپرونو مسوول خاوري وويل چې د دغو کتابونو محتوا د افغانستان د خلکو لرغونې کيسې دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ