خبرونهټولنه

له پاکستان او ایران څخه نږدې ۱۴۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون له پاکستان او ایران څخه ۱۳۷۰ افغان په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې پرون له پاکستان څخه د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۴ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې پرون د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې ۷۹۶ افغان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان او نورو اړوندو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته