کابل باختر د غبرګولي دوه ويشتمه :
په لوګر ولايت کې د اوبو لګولو له دريو کانالونو څخه نن ګټه اخستنه پيل شوه .
دلوګر ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد الدين م مومند باخترآژانس ته وويل چې دغه درې کانالونه د بڼوالۍ د ملي پروګرام له خوا دڅه دپاسه پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ په اړوندو کليو کې جوړ شوي دي .
ده زياته کړه چې له دغوکانالونو څخه هر يو کابو پنځه زره متره اوږدوالى لري چې څه دپاسه يوولس زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي .
ده زياته کړه چې له دغو کانالونو خخه په ګټې اخستنې سره د اوبو په سلو کې د شلو ضايعاتو مخه نيول کيږي او له دغو کانالونو څخه به څه دپاسه دوه ويشت زره تنه په مستقيم اوغير مستقيم ډول ګټه واخلي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل