امنیت

په پاکستان کې ٢١ تنه ووژل شول

اسلام آباد/ دي دان/ باختر/ د  چنګاښ ٢١مه
د پاکستان په پنجاب ايالت کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ٢١ تنه ووژل شول او څه ناڅه ٨٥ تنه نور ټپيان شول.
د اوسپنۍ پټلۍ مامورينو وويل چې دغه مرګ ژوبله له هغه وروسته رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى اورګاډى چې کويټې ته روان و، په صديق آباد سيمه کې له يوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر وکړ.
د پېښې علت د (والهار) اوسپنې پټلۍ په تمځي کې د سيګنال په سيستم کې نيمګړتيا بلل شوې ده.
له دې سره جوخت په بله پېښه کې اسلام آباد ته څېرمه د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ٩ تنه وژل شوي او ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته