سیاستخبرونهامنیت

په کابل کې د امريکا سفارت : معافيت پاى ته ورسو‌ئ او د خبريالانو ملاتړ وکړئ

٢٥- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د امريکا سفارت نن په يو تيوت کې ليکلي دي د عبدالمنان ارغند قاتلان چې دوه کاله مخکې په قندهار کې ووژل شو نه دي محاکمه شوي.
دغه سفارت د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چې معافيت پاى ته ورسوي او د خبريالانو ملاتړوکړي.
دا په داسې حال کې ده چې لوى څارنوالۍ نږدې دوه کاله مخکې اعلام کړى و چې دوه تنه د کابل نيوز د خصوصي ټلويزيوني شبکې د خبريال عبدالمنان ارغند د وژنې په تورپه اعدام مجکوم شوي دي خو د امريکا سفارت وايي چې د ارغند قاتلين هيڅکله تر څارنې لاندې نه دي نيول شوي.
د امريکا سفارت په تيوت کې ليکل شوي دي ( ارغند د هغو٢٩ افغان خبريالانوڅخه دى چې له ١٩٩٤کال څخه راپديخوا وژل شوي دي ، دغه سفارت ويلي دي چې د ارغند قاتلين هيڅکله تر څارنې لاندې نه دي نيول شوي)
د امريکا سفارت له افغان حګومت څخه غوښتي دي چې معافيت پاى ته ورسوي اود رسنيو د ازادى د دفاع لپاره د خبريالانوملاتړوکړي .
عبدالمنان ارغند د ٢٠١٨ميلادي کال د اپريل په ٢٥ نيټه کله چې په قندهار ښارکې د خپل کار د دفتر په لور روان و، د دوو ناپېژاندو وسله والوکسانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې لوى څارنوالۍ د ١٣٩٨کال د وري په مياشت کې اعلام وکړ چې دوه تنه د عبدالمنان ارغندد ترور په اړوند په قندهارکې په اعدام محکوم شوي دي په هغه وخت کې لوى څارنوالي په يوخبرپاڼه کې ويلي و چې د دغه خبريال د وژنې عاملين د ١٣٩٨کال د وري په ١٧ نيټه د جزا قانون د ٢٦٧مادې له مخې په سخته سزا ( اعدام ) محکوم شول.
د يادونې وړ ده چې خبريالان هم ادعاکوي چې د رسانه يي فعالانو د وژنې دوسيې تر څېړنې لاندې نه نيول کېږي دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختوکې د خبريالانو وژنې زياتې شوي دي .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې، په ٢٠٢٠ ميلادي کال کې په افغانستان کې ٨ خبريالان او رسانه يي فعالان وژل شوي دي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته