کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د ولسي جرګې د منشي او د منشي نايب انتخابات سبا ته وځنډول شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ولسي جرګې د منشي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ډاکترې خديجې الهام، سيد طه صادق او عبدالقادر قلاتوال ځانونه کانديد کړي وو.
په هغې رايه اخيستنه کې چې ترسره شوه؛ عبدالقادر قلاتوال او سيد طه صادق زياتې رايې ترلاسه کړې خو ۵۰ جمع يو يې پوره نه کړ. له دې امله دغه انتخابات سبا ته وځڼدول شول.
په همدې ترييب د ولسي جرګې د منشي نايب د کاندیدانو له جملې څخه چې څلورکسان وو؛ جنرال نظيفه ذکي او نعمت الله فرياد چې زياتې رايې اخيستې وې؛ خو ۵۰ جمع يو يې پوره نه کړ، سبا ته سيالي کوي.
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل