امنیت

په پروان کې د١٦٥ کيلوګرامه نشه يي توکو کشفول

چاريکار باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
يوسلو پنځه شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي پرون  په پروان ولايت کې کشف اوضبط  کړاى شول.
دپروان و لايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص باخترآژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې پوليسو دجبل السراج  دقوماندانۍ دپوليسو په همکارۍ په يولړ عملياتو کې ١٤٨ کيلوګرامه  چرس  ددغه ولايت دجبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو ساحه کې  له يو کرولا موټر څخه کشف اوضبط کړل.
دغه راز دپروان ولايت پوليسو ١٧ کيلوګرامه چرس  له يو کرولا موټر څخه دسالنګ په لويه لاره کې کشف اوضبط کړل  چې ددغې پيښې په اړوند درې تنه نيول شوي دي.
پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته