کابل / د لړم ۲۶ مه / باختر
په قندهار کې د اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د سلمې کالیزې په مناسبت علمي سیمینار کې زیات شمېر لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو، فرهنګپالو او ځوانانو ګډون وکړ او د هغه په اړه یې خپلې مقالې واورولې.
دغه راز په هېواد کې دننه او له هېواده بهر هم ځينو پوهانو، لیکوالانو او څېړونکو خپل پيغامونه دغه سیمینار ته رالېږلي وو او ګډونوالو ته واورول شول.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرتابه په خپل پيغام کې اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د هېواد نومیالی لیکوال، ادیب، تاریخپوه، ژبپوه، کره کتونکی، ټبرپوه، مدقق، محقق او پياړوی شاعر یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې علومو اکاډمي به د علامه د سلمې کالیزې په ویاړ یو سیمه ییز سیمینار جوړ کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخوا پيغام د قندهار د اطلاعات او فرهنګ مرستیال ملا شمس الله صمیم ولوست، په پیغام کې د پوهاند رشاد پر علمي ژوند او مبارزې خبرې شوې دي د خيرخوا په پیغام کې زياته شوې چې پوهاند رشاد په هر ډول حالاتو او بدلونونو کې د يوه ډېر قوي عالم په توګه کلک پاتې شوی واو هېڅ ډول سختو حالاتو، ظلمونو او کړاوونو ته یې سر نه و ټيټ کړی او
تل د خپل ولس تر څنګ پاتې شوی او د هر زبرځواک د تېري او وحشت په اړه خاموشه نه و پاتې شوی.
د پیغام په بله برخه کې د رشاد بابا د پاک زړه، رښتينولۍ، کلکې مسلمانۍ او له وطن سره د خاصې مينې يادونه هم شوې ده.
دغه سیمینار ته استاد محمد معصوم هوتک له کاناډا څخه په خپل رالېږلي پيغام کي ویلي چې دا ډول یو نېک اقدام د ډيرې ستاینې وړ دی.
دغه راز لیکوال، شاعر او څېړونکي عبدالباري جهاني هم دغه سیمینار ته په خپل رالېږلي پېغام کې له علامه رشاد بابا سره د خپلو خاطرو په اړه خبرې کړې وې.
څېړنوال استاد حبیب الله رفیع هم په خپل پيغام کې د علامه اکاډميسین پوهاند عبدالشکور رشاد د څېړنو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې علامه رشاد د هېواد او سیمې د ټبرونو په اړه کافي علمي تجربه لرله.
اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد سل کاله وړاندې د قندهار په بابړو کوڅه کې د مرحوم عبدالغفور خان په کور کې زېږېدلی و او د مړینې یې شاوخوا ۱۷ کاله پوره کېږي.
استاد رشاد په خپل ژوند ۱۴۲ اثار تالیف کړي چې ۵۶ یې د هغه په ژوند چاپ شوي او د هغه له مرګ وروسته ۸۶ نور اثار پاتې شوي چې ځينې يې بیا وروسته چاپ شوي دي؛ خو لسګونه اثار يې لا هم د مینه والو تر لاسونو نه دي رسېدلي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون پر وړاندیز او د علامه اکاډيميسن رشاد د سلمې کليزې په وياړ د جوړ شوي علمي سيمينار ګډونوالو مرحوم علامه اکاډيميسن پوهاند رشاد رسماً د پښتو ادب د شپږم ستوري په لقب ونوماوه.
ن/ر