جلال آباد/دوري۲۲/ باختر/
په ننګرهار کې د اوبو لګولو د دریو شبکو په جوړولو سره ٧٠٠ کورنیو د لومړي ځل لپاره دڅښاک پاکو اوبو ته لاس رسی وموند .
دغه شبکې د ننګرهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ،په اچین ولسوالۍ کې د لسو میلیونو څلور سوه زره افغانیو په لګښت جوړ کړ .
د ننګرهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د اوبو رسولو د دریوو شبکو په جوړولو سره د لومړي ځل لپاره اووه سوه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی وموند .
د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړولو کلیوال خوشحال دي او وایي کلونه ، کلونه د ویالو له اوبوڅخه په استفادې سره په ناروغیو اخته کېدل .
پای شکریه
2 1 دقیقه لوستل