امنیت

په پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې درې کسان ووژل شول

کابل / د وږي ۲۸ مه / باختر
د پکتیا د مرکز په شکر خېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ په لفظي شخړه کې دریو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده پېښه د دېوال پر جوړېدو رامنځته شوې ده.
د شکرخېلو سیمې ملک نورمحمد همدرد باختر اژانس ته وویل: هیله لري چې د ا.ا.ا د یادې پېښې عاملین ونیسي او جزا ورکړي. هغه یاده پېښه ډېرظلم وباله او د مقتول کورنۍ ته يې د عدل غوښتنه وکړه.
د شکرخیلو يو بل تن اوسیدونکي طاووس وايي چې اکثر قومي مشران نه غواړي چې د کورنیو ترمنځ شخړې اوارې کړي، دوی تل د کورنيو ترمنځ شخړې زیاتې کړې دي، ده د ا.ا.ا له مسولینو غوښتنه وکړه چې قومي شخړو ته د اواري لارې چارې ولټوي چې راتلونکي کې د ورته ويرجنو پېښو مخنيوی وشي.
په ورته وخت کې په پکتیا کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې د یادې پېښې په تړاو څو تنه نېول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې د ځمکو او غرونو پر سر ورته پېښې رامنځته شوې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته