کابل / د زمري ۲۲مه / باختر
دوه سوه دوه ويشت وسله وال طالبان د هېواد په اوو ولايتونو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ٢۴ ساعتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، فراه، بادغيس، بلخ، هلمند او کاپيسا په ناامنو سيمو کې ترسره شول، ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې ٨٩ نور طالبان ټپيان او جنګي وسايل یې له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا