امنیت

په جلال اباد کې دمقناطيسي ماينونو دجوړولو يو ماهرونيول شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢ :
د بريالى په نامه د وسله والو طالبانو دډلې دمقناطيسي ماينونو د جوړولو يو ماهر دننګرهارولايت په  مربوطاتوکې کله چې دمقناطيسي ماينونوپه  جوړولو، دخلکو په ترور او دماينونو د ځاى پرځاى کولو بوخت و ، دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
ده قصد درلود په  جلال آباد ښارکې شپږ مقناطيسي ماينونه   په  ملکي       او پوځي وسايطو  د بريد په موخه  ځاى پرځاى کړي  چې له  ځاى پرځاى کيدو مخکې له  دوو بې غږه تومانچو سره  دجلال اباد ښارد امان الله ښارګوټي په مربوطاتو کې  لاس په لاس  ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته