امنیت

پوځيانو له دهنه غوري ولسوالۍ څخه په شاتګ وکړ

کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
پوځیانو تېره شپه د بغلان له دهنه غوري ولسوالۍ څخه راووتل.
د ٢١٧ پامير قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره رسنيو ته ويلي دي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د سر او مال د ساتنې او د دهنه غوري ولسوالۍ د خلکو د آرامۍ په خاطر تکتيکي په شاتګ کړی دی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پوځيان د بغلان د پوځي شورا د پريکړې او د سيمې خلکو ته د زيان د رامنځته کېدو د مخنيوي، دلارو د تړلتيا او په خپل وخت د پوځيانو د نه اکمالاتو په خاطر د بغلان له دهنه غوري ولسوالۍ څخه په موقتي ډول راوتلي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته