پل علم / دمرغومي۳۰ /باختر
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د جرنیل قلعه د نجونود لومړنى ښوونځی ودانۍ پرانستل شوه .
د لوګر د پوهنې رییس باختر آژانس ته وویل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د اقرا پروګرام له خوا په یو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی .چې ۶ درسي خونې،یوه اداري خونه ،د څښاک د اوبو څاه او نور ضروري ملحقات لري .
هغه وویل چې د دغه ښوونځي په جوړولو سره د دغه ښوونځي زده کوونکو ته د زده کړې ښه زمینه برابره شوې ده .
د یادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په دغه ولایت کې د اقرا پروګرام ۱۱ ښوونځي هم ګټې اخستنې ته سپارلي دي
پای شکریه
2 د یوې دقیقې څخه لږ