امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژ ل شول

  فراه باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٨ :
پنځلس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه کله يې چې د فراه ښار ته څېرمه د پوځيانو  د سپرلۍ  په کاروان بريد وکړ، د پوځيانو له خوا ووژل شول.
د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل: په دې جګړه کې پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: دغو وسله والو طالبانو د فراه ښار ته څېرمه د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ او د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول.
ويل کيږي، په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته  د سر زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په فراه ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: امنيتي ځواکونو نن سهار درې ماينونه د فراه ولايت  له ګڼ ميشتو سيمو څخه کشف او شنډ کړل .
د فراه ولايت د پوليسو يو مقام وايي چې طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په  ښخولو سره په ملکي وګړو يو لړ خونړى بريدونه وکړي، خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته