د وسله والوطالبانو له خوا دوه ځاى پرځاى شوي ماينونه نن د سرپل ولايت د صياد په ولسوالۍ کې کشف شول.
د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته خبر ورکړ چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او د تخنيکي ټيم له خوا شنډ کړاى شول.